چارواکي: لغمان کې پر طالبانو پراخ عملیات پیل شول.

چارواکي: لغمان کې پر طالبانو پراخ عملیات پیل شول.


  • 3 کاله دمخه (23/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1068

لغمان ولایت کې امنیتي چارواکو د د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د جدي ځمکنيو او هوایي عملیاتو د پیلېدو خبرداری ورکړی.

د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولتزی وایي، لغمان کې د وسله‌والو د ځپلو په موخه د پراخو ځمکنیو او هوایي بریدونو د پیل لپاره د لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیا په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي ددې ولایت له والي سره ګډه ناسته وکړه.

دولتزی همدارز وایي، ښاغلي یاسین ضیا، د ملي امنیت لومړی مرستیال او د دغې ادارې اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات او ګڼ نور نظامي مسوولین تېره شپه ناوخته لغمان ته راغلي وو. 

دولتزی زیاتوي، چې همداشان د افغان ځواکونو د بېلا بېلو قطعاتو ګڼ سرتېري هم دغه ولایت ته رارسېدلي دي.

اسدالله دولتزي وايي، چې په دې اړه نور معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي. 

لغمان ولایت ته داسې مهال دغه لوړ پوړي چارواکي سفر کوي، چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې له مخې یې د لغمان الیشنګ ولسوالۍ اړوند د کوټالۍ پوسته نیولې.