د شل اوریز نړیوال جام د ګروپونو لوبډلې اعلان شوې.    ددغه شل اوریز نړیوال جام په لومړي .

د شل اوریز نړیوال جام د ګروپونو لوبډلې اعلان شوې. ددغه شل اوریز نړیوال جام په لومړي .


  • 3 کاله دمخه (24/05/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1669

ددغه شل اوریز نړیوال جام په لومړي راونډ کې اته لوبډلې شاملې دي، چې په A ګروپ کې سریلانکا، ایرلینډ، پي این جي، عمان او B ګروپ کې بنګلادیش، سکاټلینډ، نیدرلینډ او نمبیا شتون لري. د نړوال جام د دوهم پړاو لوبډلې هم په دوه ګروپونو ویشل شوي دي، چې په A ګروپ کې پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز، نیوزیلینډ او په B ګروپ کې بیا هندوستان، افغانستان، انګلستان او افریقا شامل دي. د لومړي راونډ څخه به څلور لوبډلې دوهم راونډ ته لار پیدا کوي، چې دوه به له یوه ګروپ سره او دوه به له بل ګروپ سره یو ځای کېږي، چې ټولې به په کې ۱۲ لوبډلې شي. ددغه نړیوال جام لومړۍ لوبه د پاکستان او اسټرالیا تر منځ ترسره کېږي.