د پاکستان سوپر لیګ، چې د کرونا له امله ځنډیدلی وه یو ځل بیا په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي. ددغه لیګ لومړنۍ ۱۴ لوبې په پاکستان کې ترسره شوې وې؛ خو په دغه هېواد کې د کرونا د زیاتوالي له امله د یاد هېواد کرکټ بورډ غوره وګڼله، چې پاتې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې په دې شرط ترسره کېږي، چې ټولو لوبغاړو او د لوبډلو مالیکینو به د کرونا ټیسټونه کړي وي.
داسې ویل کېږي، چې دغه لوبې به د جون په لومړۍ نېټه شروع شي او د جون تر شلمې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې تر دې دمه کراچۍ کینګز لوبډله په لومړي مقام کې ده، یادې لوبډلې په پنځو سیالیو کې درې ګټلي دوه يې بایللي د شپږو نمرو په درلودلو سره په لومړي سر کې ده او په وروستي مقام کې بیا کویټه ګلیډیټرز لوبډله قرار لري.