غزني کې څلور وسله وال ووژل شول

غزني کې څلور وسله وال ووژل شول


  • 4 مياشتي دمخه (24/05/2021)
  • الهام څاروان
  • 273

د غزني د امنیه قومنداني له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن د غزني ښار اړوند په پنځمه امنیتي  حوزه کې یې څلور وسلوال وژلي.

دغه  پېښه نن مازدیګر څلور نیمي بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دې وسله والو د پنځمي حوزې اړوند د حیدراباد ښوونځي تر څنګ د پولیسو په رنجر غلچکي برید وکړ او بیا یې له سیمي د تېښتي هڅه وکړه خو د پولیسو له خوا تعقیب شول او په قلاتي سیمه کې له لنډي نښتي وروسته څلور واړه وسله وال ووژل شول،له وژل شوو کسانو څخه دری میله کلاشینکوفه،یو میل توپانچه دوه لاسي بمونه او یو کرولا موټر هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

امنیه قومنداني په دې پېښه کې د خپل یو سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدل هم تایئدوي.

امنیه قومنداني زیاتوي چې وژل شوو کسانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي د امنیتي ځواکونو،قومي مشرانو او ملکي کار کوونکو په ترور کې لاس درلود. 

د یادوني وړه ده چې په دې وروستیو کې غزني کې هدفي وژني کمي شوې خو مخامخ جګړو زور اخیستی