شل ورځې وړاندې لغمان ته تللی وم، حالات مې چې وکتل د لغمان په ويالو کې د ژوند اوبه هم بهېدې، خو د يوې تراژيدۍ وږم هم لګېده، پر همغه شېبه مې د لغمان له والي، امنيې قومندان او نورو اړوند مسولينو سره په لغمان کې د احتمالي ناورين په باب خپله اندېښنه شريکه کړه، بيا کابل ته راغلم، دلته مې په کابل کې په خصوصي ډول د کورنيو چارو سرپرست وزير او نورو اړوند چارواکو ته په لغمان کې د جګړې او بشري ناورين احتمال توضيح کړ. په تېره نږدې يوه مياشت کې مې هره شېبه له چارواکو سره په لغمان کې د غميزې د پېښېدو اندېښنه شريکه کړې، رسنيو ته مو ځکه خبره نه ايستله چې کېدی شي چارواکي پاملرنه وکړي او ستونزه له قانوني لارې حل شي.
زموږ غټه اندېښنه دا وه او ده چې کلي، پوستې او ولسوالۍ به لاس په لاس شي او په تېرو شلو کلونو کې چې په دې سيمه کې د مدنيت کومې نښې نښانې راټوکېدلې، هغه به ټولې لولپه شي. چارواکو ته مو همدا ويل، چې د (نورګرام) او (منګو) د بېزونو سقوط د (الينګار) ولسوالۍ د سقوط په مانا دی او د الينګار سقوط بيا د (شخترۍ) د بېز د سقوط مانا ورکوي او همداسې خبره د لغمان مرکز ته رارسي، دغه راز له دې بلې خوا بيا د (دولت شاه) سقوط د (الیشنګ) د سقوط مانا ورکوي او د الیشنګ په سقوط سره جګړه مهترلام ښار ته رسي. مهترلام ښار که څه هم د مساحت له مخې کوچنی (تر څلور کيلو متره مربع زيات مساحت نه لري)، خو د خدای په فضل اوس ښه اباد شوی او په لکونو خلک په کې مېشت دي، نو مهترلام ښار د ډېرې اوږدې محاصرې او جګړې تاب نه لري. د مهترلام په احتمالي سقوط به د ننګرهار، کاپيسا، پروان او کابل د سقوط احتمال هم متصور شي. نو ښه لاره دا ده چې د (الینګار) او (دولت شاه) استحکامات پياوړي شي او مخکې تر دې چې جګړه د لغمان مرکز ته راورسي، پر همغو لومړيو کرښو کې باید مهار او د دې ترڅنګ د سولې محلي پروسه هم پسې تعقيب شي.
حالات چا کړکېچن کړل؟
د لغمان حالات دومره کړکېچن نه وو، الېته د محلي پولیسو د پوستو پر شاوخوا جنګ دوام درلود. نه طالبان دومره قوي وو او نه حکومت دومره کمزوری و، خو کله چې نوي والي پر لغمان باندې د يو څو واکمنو مافيايي کړيو چې د ولسي جرګې کوم وکيل هم په کې شامل و، ګټو ته لاس وروړ او له عايداتي سرچينو يې د هغوی اړوند اشخاص لرې کړل، نو د هغوی غوصه يې راوپاروله، دې مافيا چې تېرو دېرشو څلوېښتو کلونو کې يې د لغمان د ولس وينې زبېښلې وې، پر عايداتي سرچينو سربېره يې د الينګار او الیشنګ په يو شمېر سيمو کې ځينې سيمه ييز پوليس هم درلودل او له طالبانو سره يې هم پټ اړيکي پالل. دوی د يو شمېر سپين ږيرو په منځګړيتوب خپل يو شمېر اړوند محلي پوليس دې ته وهڅول چې له جنګ پرته يو شمېر امنيتي پوستې طالبانو ته خوشې کړي، دې کار د طالبانو روحيه پياوړې کړه او ګام پر ګام د نورو امنيتي پوستو د سقوط اسباب برابر شول او په دې ډول جګړه د لغمان مرکز ته راورسېده. اوسنی حالت په حقيقت کې په دولت کې د مافيايي کړيو، يو شمېر بې کفايته دولتي چارواکو او د سيمه ييزو طالبانو د ګډو اعمالو نتيجه ده.
اوسنی حالت:
اوس ګرمه جګړه روانه ده، خو نه طالبان د لغمان په اوسنيو نيول شويو سيمو کې د زيات وخت لپاره پاتې کېدلای شي او نه دولتي تازه دمه سرتېري. حکومت مجبور دی اوسني کمانډويي ځواکونه نورو سيمو ته هم د جنګ لپاره ولېږي، نو ځکه خو د (الينګار) او (دولت شاه) په مسير کې پرتې سيمې به اوسمهال يو ځل بيا لومړی د حکومت او بيا د طالبانو لاس ته لوېږي او دې سره به يو ځل بيا د خلکو سر او مال ته درانه زيانونه اوړي. که دا لړۍ څو ځله تکرار شي، نو په سيمه کې به شين بوټی او د ژوند نښې نښانې پاتې نه شي.
حل لاره:
حل لاره همدا ده چې مرکزي حکومت لغمان ته د اوسنيو حالاتو له ضرورت سره سم امنيتي تشکيلات او پرسونل زيات کړي، هغه لګښت چې اوس پر جګړه کېږي، د امنيتي پرسونل د زياتونې تر لګښته څو ځله زيات دی. د پرسونل ترکيب بايد له داسې افرادو جوړ شي چې هم سيمه ييزه پېژندنه او نفوذ ولري او هم نظامي تعليم او تربيه، له (مهترلامه) تر (دولت شاه) او داسې بيا له (مهترلامه) تر (نورګرامه) دواړه لويې لارې بايد له امنيتي پلوه خوندي کړي. دا حالت هم په دې مانا نه دی چې طالبان به هېڅ ځان نه خوځوي او جګړه به پايته رسي، طالبان به د پخوا په شان خپل پوځي تحرکات کوي، جګړه به هم روانه وي، خو حکومت بايد د دې ترڅنګ د رښتينو سیمه ييزو مشرانو له لارې طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ هم جاري وساتي. طالبانو ته هم بايد دا خبره تفهيم کړای شي چې جګړه له بدمرغۍ پرته بله نتيجه نه لري، که اسلامي امارت همدا وي چې د سيمې تر نيونې وروسته د هغې ټوله شتمني لوټ شي، نو دا خو سوچه يو ډول چنګيزي وحشت دی، نه اسلامي امارت. د حکومت محلي چارواکي هم بايد وپوهول شي چې له خدماتو پرته د ولس زړونه نه شي ګټلی. کله چې په حکومت کې شر او فساد واکمن وي او د مافيايي کړيو سل نور رزالتونه هم ورسره مله وي، نو هغه بله خوا کې که استبداد او اختناق هم وي، خلک جبراً د استبداد خواته ورټېلوهل کېږي، اوس نه يوازې لغمان، بلکې ټول افغانستان د (اختناق+استبداد) او په دې بله خوا کې بيا (مافيا+ شرو فساد) ترمنځ د مقابلې په اور کې کړېږي. که حکومت يوه مياشت هم خپل وجود له غلو، شر اچوونکو، مقاومتيانو، سياسي اقتصادي مافياوو او پرديپالو چارواکو څخه خلاص کړي، نو د طالبانو په شمول به هېڅ بل مخالف به يې د اوسني حالت په شان مقابلې ته تم نه شي.
د هغو سرتېرو او افسرانو خبره د اوسني حکومت له فاسدو چارواکو جلا ده چې په پاک زړه د نظام او وطن لپاره قرباني ورکوي. هغه نظامي چارواکي هم د رښتينو سرتېرو له قربانۍ څخه لرې دي، چې د ښار په منځ کې فيسبوکي انځورونه اخلي او بيا د ټول ولايت د فتحې دعوه کوي او د دې ترڅنګ د پوځ د ټيټ رتبه افسرانو او سرتېرو د حقونو او امتيازونو پر لوټ مصروف دي. راځئ له مجازي، تصنعي او تکلفي نړۍ څخه حقيقي نړۍ ته راستانه شو؛ واقعيتونه بيان کړو. حقيقت هغه نه دی، کوم چې د دواړو لوريو په فيسبوکي تصويرونو کې د پردې مخې ته راوځي، حقيقت تر دې ډېر تريخ او زړه بوږنوونکی دی.
د لغمان نننی تصوير د ټول افغانستان تصوير دی، دلته که عسکر وژل کېږي، که طالب او که عام وګړی، ټول افغانان دي، کلی او وطن هم د افغانانو ورانېږي، جګړه پردۍ ده، ايډيالوژي او ستراتيژي يې پردې ده، په نيابت يې افغانان جنګېږي او وطن يې ورانېږي. شعارونه اسانه دي، رنګين دي، اهنګين دي، خو نتيجه يې د جګړې ګرمول او د خلکو وژل دي. تر ټولو ستر اتل همغه دی چې د جګړې اور د تدبير او مهارت په اوبو مړ کړي. نن موږ په خپل هېواد کې همداسې سیاستوالو او سرتېرو ته اړتيا لرو چې له هرې ممکنې لارې د دې جګړې دا بدمرغه ټغر نور له خپل هېواده ټول کړي.