قریشي: د سولې پروسه د افغان حکومت په خوښه مخ ته وړو

قریشي: د سولې پروسه د افغان حکومت په خوښه مخ ته وړو


  • 2 کاله دمخه (25/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 850

پاکستان حکومت یو وار بیا له افغان حکومت سره د سولې پروسې برخه کې د ریښتینې همکارۍ خبره کړې.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغان حکومت غوښتنې به ومني او د سولې پروسه کې ریښتینو همکاریو ته تیار دی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې افغانستان کې سوله د پاکستان او یو شمېر ګاونډیو سربېره د طالبانو په ګټه ده او هڅه کوي، چې طالبان پایدارې سولې ته قانع کړې.

قریشي یادې څرګندونې له هغې وروسته کوي، چې افغان حکومت خپل دې ګاونډي ته خپل دریځ روښانه کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان دې یا سوله وکړي یا جګړه.