په شل اوریزه کرکټ کې د زیاتو شپږیزو وهونکي لوبغاړي؛ یو یې افغان دی

په شل اوریزه کرکټ کې د زیاتو شپږیزو وهونکي لوبغاړي؛ یو یې افغان دی


  • 3 کاله دمخه (25/05/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1404

په شل اوریز فارمټ کې د خپل هېواد لپاره زیاتې شپږیزې چا وهلي؟ یو افغان هم په کې شته

د کریک ټریکر په نامه ویبپاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی، چې په شل اوریز فارمټ کې یې د خپل هېواد لپاره زیاتې شپږېزې وهلي دي.

په دغو لوبغاړو کې لومړی د نیوزیلینډ هېواد پیلیز توپوهونکی مارټن ګوپټل دی، چې ۱۴۷ شپږیزې یې وهلي دي. ورپسې هندی روهیت شرما دی، چې ۱۳۳ شپږیزې یې وهلي دي. په همدې انګلستاني ایون مورګن ۱۱۳، ویسټ انډیزي کریس ګېل ۱۰۶، اسټرالیاوي ارون فینچ ۱۰۴، افغاني محمدنبي عیسي خیل ۹۳، ایرلینډي کیون اوبراین ۷۶، پاکستاني شاهد افریدي ۷۳، سوت افریقايي جي پي ډومیني ۷۱، له زمبابوې هملټن مسکدزا ۶۵، سریلانکايي تیسرا پریرا ۵۳ او بنګلادیشي محمدالله ۴۸ شپږیزې وهلي دي.

باید یاده شي، چې په ټولو فارمټونو کې زیاتې شپږیزې بیا ویسټ انډیزي کریس ګیل وهلي دي او د افغانستان لپاره هم په ټولو فارمټونو کې نبي عیسي خیل زیاتې شپږیزې وهلي دي.