لوګر کې سنځل ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

لوګر کې سنځل ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه


  • 3 کاله دمخه (25/05/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1231

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره او میله په داسې حال کې ونمانځل شوه چې په سلګونو شاعرانو او د شعر مینه والو په کې برخه اخیستې وه.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل وايي چې د ورته مشاعرو جوړولو پیغام د سولې، ورورولۍ، زړه سوی او یو بل منل دي.

لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په نوښتنیزه بڼه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د سنځل ګل مشاعرې نمانځل وستایل او زیاته یې کړه هوډ یې دا دی چې د فرهنګي چارو غوړیدا ته به کار کوي او د شاعرانو او فرهنګیانو منسجم کولو کې به خپله مرسته دریغ نه کړي.

وروسته مجلس شاعرانه شو او هر شاعر په نوبت په خپلو شعرونو کې له روانو ناخوالو شکایت وکړ او دغه راز یې خلک یوالي او زړه سوي ته راوبلل او د ورته مشاعرو د جوړیدو غوښتنه یې وکړه.

د سنځل ګل د پنځلسمې دودیزې مشاعرې په څنډو کې د ښکلو هنرونو، کتاب، لرغونو توکو، مس عینک اثارو نندارتونونه، د اخبارونو کلیکسونونه او د غه راز لوګري موسیقي هم نندارې ته وړاندې شول چې دا کړنه د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخامخ شوه.