د شورویانو دوره:
په هغه سهار چې د هریپور له خړکیمپه، شینکي لغمان ته راتلو؛ نو ټوله شپه مې شنه باغونه او رڼې اوبه په خوب لیدلې.
د کډوالۍ مو ایله درې کاله پوره شوي وو. غالباً همدغه میاشت وه. د درېیم ټولګي کلنې ازموینې مې خلاصې شوې وې. له خدای بخښلې مور، له ما مشرې خور او خدای بخښلي اکا ( تره) سره لغمان ته په یوه لنډ چکر روان شوم.
له مهترلام ښاره مخ په الینګار موټر نه تلل. د مجاهدینو له بیګاره ویریدل. یوه – یوه ګاډۍ تلله او هغه هم تر چینجار پله. موږ همدې سیمه کې له ګاډۍ ښکته شوو. د سیند په غاړه مو حرکت وکړ. ځای - ځای اوبو کې سره توتان داسې ښکاریدل، لکه سیند چې موږ جلا وطنو ته میلمستیا کړې وي.
په هغه غرمه مې مور ته د وګرې فرمایش ورکړ. پخه یې کړه. څرخني کې یې ورته د کورتو لپاسه د غواګانو سره کړي غوړي واچول او له جغ سره خوږ بوی پورته شو. انګړ کې ناست وو. د شنډ توت ښاخ سیوری کړی و. چې څنګه مې لومړۍ مړۍ راپورته کړه، د الوتکو غږونه شول او له دې سره یې د دهشکو ضربې وچلولې. موږ په منډه باغ کې جوړې کړې سمڅې ته ننوتلو. الوتکو بمبار ونکړ، خو څو دورې یې ووهلې. له ځنډ وروسته چې بیرته راغلو نو کُرت او ژیړ غوړي له خاورو ډک وو. پاڼې پکې لویدلې وې. له ډيرې غوسې مې ټوله ورځ په ولږه تیره کړه.
د خپل کلي د بمبار کیسه به اوس پریږدم. خو ښه راته یاد شي چې کله به بمبار شروع شو او یا به قوه ( پوځي کتار) راغی، هماغه وخت به یوه ویره وه. وحشت به و. خو له هغې وروسته به هر څه ارام و. خلک به نیمه شپه لرې لرې ودونو ته تلل. پټیو کې د غنمو درمندونو خواته به ویده کیدل. سهار وختي یې سیند کې کبان نیول او په توره شپه غرونو ته لرګیو پسې تلل.
د مجاهدینو دوره:
کابل کې ستر مجاهد استاد رباني پر تخت ناست و او نورو سترو مجاهدینو ترې تخت کش کاوه. همدې غوبل کې یې ټول کابل لوټې لوټې کړ. دا مهال هم زموږ سیمه کې ډله ډله ببرسري او پکولیان له سپکو او درنو ماشیندارو سره ګرځیدل. په غریبو خلکو یې غوړې ډوډۍ حواله وې. د غله جاتو عشرونه یې ښه په شوق ټولول. خو خلکو ارام خپل ژوند کاوه. که له همدې پکولیانو سره به جنجال کې مخ شول، هغه جلا خبره وه کنه نور هر چا ډاډه ژوند، کاروبار او زمینداري کوله.
د طالبانو دوره
د ویرې او ځورونې په نوم څه نه و. چې ظاهري به په شرعیت برابر وې، نور دې ازاد ژوند کاوه، خو د هغوی شرعیت هم په محدودو شیانو څرخیده.
په هغه ورځ مو د کور خواته تیږه اچوله، یوه بایفور راغله او موږ ټولو منډې کړې. دا ځکه چې د ځینو خولۍ په سر نه وې او ځینو په ږیرو کې ګوتې وهلی وې.
د کرزي لومړۍ دوره:
د مهترلام – الینګار سړک تازه جوړ شوی و. زموږ د کلي او ادهار ترمنځ نږدې لس کیلومتره واټن دی. ماښام لمانځه نه وروسته مې موټر چالان کړ. یو مشر د نه تګ سپارښتنه کوله، خو زه روان شوم. پنځلس دقیقې لا پوره نه وې چې د رسیدو اطمینان مې ور کړ.
د کرزي دویمه او د پي ار ټي دوره:
ځای ځای جګړې شروع شوې وې. خو بیا هم خلک ارامه خپلو کورونو ته تلل. خلکو سره دا تصور و چې که د اشغالګرو پي ار ټي ورکه شي، نو جګړه به هم ورکه شي. خو چې څنګه هغه ظالمان لاړل نو ظالمو جګړو لاپسې زور واخیست. همداسې پسې پراخیدې او دا دی دې حد ته ورسیدې چې غریب خلک له خپلو خټینو کورونو په تیښته دي.
ملګرو!
لکه مخکې چې مې ولیکل: زه د شورویانو، مجاهدینو، طالبانو، د حامد کرزي دواړه دورو کې د خپلې سیمې ( الینګار) شاهد پاتې شوی یم.
کومه عامه ویره، خونړۍ څپه او له وحشته ډکه فضاء چې اوس په دې سیمه حاکمه ده، په تیره هیڅ دوره کې یې مثال نشم موندلی.
همدا اوس د کلنیو ازموینو وخت دی؛ خو ښوونځي یا بند دي او یا له شاګردانو خالي دي. خلک کډه شوي. هغه کلي چې آن د شورویانو وختونو کې له خلکو ډک وو، اوس تش دي. هغه کلي چې آن د شورویانو وخت کې یې له جوماتونو پنځه وخته د سپیڅلي محمدي اذان غږونه راتلل، اوس خاموش دي
او هغه ....
دا جګړه چې په هر نوم وي، په هغه کې څه نشو ویلی خو هغه څه چې ویلی شو هغه دا دي چې اوس یې ټول د سر په سترګو وینو.
های!
خیر دی، زارۍ درته کوم:
« زموږ په کلي کې شر مه جوړوئ..