افغان مرکچي پلاوی: طالبان د سولې له خبرو تېښته کوي.

افغان مرکچي پلاوی: طالبان د سولې له خبرو تېښته کوي.


  • 3 کاله دمخه (25/05/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1256

د جمهوریت ریاست مرکچي پلاوي، ځینو غړو د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي، طالب پلاوی د سوله ییز حل په موخه تړون ته لېوالتیا نه لري او په اختلافي مواردو بحث ته نه حاضرېږي.

د سپېدار ماڼۍ ویلي، د دولت مرکچي پلاوي غړو په دې لیدنه کې په دوحه کې د وروستیو ناستو، پرمختګونو او تحولات کزارش ورکړی او د راتلونکو مذاکراتو په اړه یې خبرې کړې دي.

سيېدار ماڼۍ زیاتوي، د طالبانو مرکچي پلاوی بهانې لټوي خبرو ته نه حاضرېږي، نو ځکه په دوحه کې روانو مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې.

عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې ویلي، د دولت مرکچي پلاوي د افغانستان له اکثرو خلکو په ښه ډول استازیتوب کړی او د خلکو اراده چې یوې دایمې سولې ته رسېدل دي رسولې.

نوموړي زیاته کړې، د سولې لپاره داخلي اجماع جوړه شوې او همدارنګه خلک د نظام او وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو څخه ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله همداراز ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبانو ته د جنګ د دوام لپاره هېڅ پلمه نه پاتې کېږي.

باید یاده شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې تاوتریخوالي او جګړو ته زور ورکړيی او هڅه کوي، چې له دې لارې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.