ولسمشر غني افغان هندوانو او سیکانو ته: تاسو د افغاني ټولنې نه جلاکېدونکې برخه یاست.

ولسمشر غني افغان هندوانو او سیکانو ته: تاسو د افغاني ټولنې نه جلاکېدونکې برخه یاست.


  • 3 کاله دمخه (25/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1417

ولسمشر غني نن غرمه له هند څخه راستنو شویو افغان هندوانو او سیکانو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. 

ارګ وایي، ولسمشر غني له دوی سره په کتنه کې وویل، تاسو د هېواد په ځلانده تاریخ کې ډېر اوچت ځای لرئ او هیله ده، یو ځل بیا په هېواد کې د سوداګرۍ، هوساینې او همدلۍ لامل شئ. تاسو د افغاني ټولنې نه جلاکېدونکې برخه یاست. 

سرچینه وایي، هغه د چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په ننګرهار کې د بابانانک چینې تړون دې منځمهاله او پر بیارغاونې دې پانګونه وشي.

سرچینه کې همداشان راځي، چې نوموړي په ورته وخت کې عدلیې وزیر ته هم لارښوونه کړې چې ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په ګډه دې د دوی ټول عامه ځایونه تشخیص او له غصب او خرڅلاو څخه خوندي شي. 

د سرچینې په حواله، ولسمشر غني په عین حال کې د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې په ننګرهار او کابل کې د افغان هندوانو او سیکانو د ښوونځیو ستونزه دې په دوه اونیو کې حل او ژر تر ژره دې بېرته پرانېزي.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي، د هېواد ولسمشر همداراز لارښوونه کړې چې علومو اکاډمي دې کوشاني څېړنیز مرکز کې د افغان هندوانو او سیکانو څېړنیز مرکز هم ورزیات کړي او په تقویم کې دې یوه ورځ د افغان هندوانو او سیکانو د فرهنګي ورځې په نوم درج شي.