ايا پر فېسبوک د انځورونو خپرول، په سرخوږي بدلېداى شي؟

ايا پر فېسبوک د انځورونو خپرول، په سرخوږي بدلېداى شي؟


  • 3 کاله دمخه (25/05/2021)
  • محمد فرید ګلابزی
  • 1929

پر فېسبوک د انځورونو خپرول، هم په "سرخوږي" بدلېداى شي! دا چې څنګه؟ نو په همدې پار مې ليکنه کړې.

پر فېسبوک باندې ځينې کسان تر دې حده ميين شوي، چې خپل انځورونه، خو لا پرېږده؛ بلکې ځينې کسان د خپلې کورنۍ د کوچنيو ماشومانو انځورونه هم خپروي. دا کسان ښايي په دې اړوند، چې ولې دا ډول انځورونه خپروي؟ ډېر دلايل به له ځان سره لري، خو زه، چې څومره فکر کوم، د دوى يو دليل به دا وي، چې راته ګران دى، مينه ورسره لرم.... سمه ده، چې تاسو ته به خپل ماشومان ګران وي، خو دا ډول کړنې ښايي د دې لامل شي، چې خپل ماشوم په خپله د "بلا" په خوله کې ورکړئ! هغه داسې، کوم کسان، چې غواړي، تاسو ته ستونزې جوړې کړي؛ نو له همدې انځورونو څخه په ګټې اخيستنې ستاسو ماشومان/ ماشومانې تر بريد لاندې راوستلى شي. په ځانګړې توګه هغه وخت، چې له کوره بهر کېږي؛ نو کله هم، چې فېسبوک کاروئ، دې خبرې ته بايد ستاسو پام وي، چې د ماشومانو د انځورونو خپرول، دا او دېته ورته نورې ستونزې راولاړولاى شي.

ځينې وخت ملګري/ ملګرې نارينه/ښځينه يو ځاى ته د بوختيا /تفرېح په پار ځي، له خپلو ملګرو سره يوځاى انځورونه اخلي، د دغه ډول انځورونو خپرولو کې احتياط په کار دى؛ ځکه که دغسې انځورنه د انټرنېټ او فېسبوک له لارې له نورو سره شريک شي، يو لړ ستونزې رامنځته کوي. هغه داسې، چې که کورنۍ يې دغه ډول انځورونه وګوري، هغوى ته رد بد ويل، خو لا پرېږده؛ بلکې ژوند يې هم ګواښي. 

همدارنګه ځينې خلک، خو بيا داسې انځورونه هم خپروي، چې په يوه نه يوه ډول مقابل اړخ يې انځور اخيستلو ته هڅولاى وي؛ که څه هم هغه به نه غواړي، چې انځور يې واخيستل شي، خو دى به ترې په دې پلمه، چې له خلکو سره خپلې مرستې لاپسې مستندې کړي؛ نو انځور، غږ او ويډيو ترې اخلي. د دغسې انځورونو په ليدلو سره هغه فقير نور هم د کمترۍ احساس کوي، په ځانګړې توګه هغه خويندې، چې په عمر کې يې چا پړونى هم نه وي ليدلى.

په پايله کې ويلاى شو، که د ټولنيزو رسنيو له لارې خپل انځورونه خپروئ او يا هم د ماشومانو، ملګرو/ ملګرې انځورنه خپروئ، له ځانه وپوښتئ، چې ايا د دې انځور/انځورونو په اخيستلو او خپرولو کې زه يا زما ملګري/ملګرې، خو به له ستونزو سره نه مخامخ کېږي؟

 

هو! ځينې نارينه/ ښځينه خپل انځورونه خپروي، چې دوى ته د خپلو کورنيو له اړخه کومه ستونزه نه وي، خو دې ته مو پام وي، چې ځينې کورنۍ بيا داسې انځورونو ته د اخيستلو او خپرولو اجازه نه ورکوي.

همدارنګه له اجازې پرته د انځور اخيستل او خپرول، د فوټوژورنالېزم له اخلاقي اصولو څخه څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي.