دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو زندان مات او ۶۲ کسان ترې ازاد شول.

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو زندان مات او ۶۲ کسان ترې ازاد شول.


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1438

افغان چارواکي په بغلان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د یو زندان ماتېدو او ترې د ۶۲ تنو خوشې کېدو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت یوه خپره کړې خبر پاڼه وایي، افغان کومانډو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند "نوروزک" کلي کې د طالبانو پر یو زندان عملیات ترسره کړي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو زندان مات شوی چې په ترڅ کې یې د ۳۶ پوځیانو په ګډون، ۶۲ تنه خوشې شوي دي.

د سرچینې په خبره همدا راز په دغه عملیاتو کې طالبانو د زندان ۴ ساتوونکي وژل شوي او زندان د زیاته اندازه چاودېدونکو توکو سره له‌منځه وړل شوی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته لا هم څه نه دي ویلي.

باید وویل شي، چې د همدې وزارت د یو بل خبر له‌مخې، وړمه شپه افغان کمانډو ځواکونو د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په مرواه سیمه کې د طالبانو پر زندان عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۱ ملکي او نظامي وګړي ازاد کړي او د یاد زندان ۷ طالب ساتونکي یې وژلي دي.