مرکز مهترلام کې توغول شوي توغندي څلور تنکي ماشومان ټپیان کړل.

مرکز مهترلام کې توغول شوي توغندي څلور تنکي ماشومان ټپیان کړل.


  • 4 مياشتي دمخه (26/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 341

د لغمان د ولایتي روغتون مسؤولین وایي، روغتون ته د پېښې له ځایه څلور تنه ماشومان ور وړل شوي، چې دوه تنه یې له درملنې وروسته خپل کور ته لېږدول شوي او دوه نور یې لا هم بستر دي.

دا پېښه نن شاوخوا لس بجې په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د یو عام کس په کور کې رامنځته شوې.

باید وویل شي، چې له تېرې یوې ورځې راهیسې دا څوم ځل دی، چې مهترلام مرکز لور ته پر دولتي ودانیو او عامه ځایونو توغندي ویشتل کېږي.

ملکي وګړي له ښکېلو لوریو غواړي، چې په روانه جګړه کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دوی ژوند ترې وا نخلي.

بل لورته تازه د لغمان والی رحمت الله یارمل وایي، نن شاوخوا یوولس بجې لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله‌والو په یوه موټر هوایي برید وشو، چې په ترڅ کې یې په موټر کې سپاره ۴ وسله‌وال طالبان له منځه وې وړل شول.

والي زیاتوي، د دوی ګڼ شمېر وسلې هم له منځه یوړل شوې.

تردې دمه وسله‌والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.