په شل اوریزو لوبو کې له ۲۰۱۶ کال راهیسې زیاتې شپږیزې چا وهلي؟

په شل اوریزو لوبو کې له ۲۰۱۶ کال راهیسې زیاتې شپږیزې چا وهلي؟


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1666

کریک ټریکر وییپاڼې د پنځه هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لیګونو په شمول په ټولو شل اوریزو لوبو کې زیاتې شپږیزې وهلي دي.

په دغو لوبغاړو کې لومړی نوم د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي دی. کوهلي له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر اوسه ۶۴۳ شپږیزې وهلي دي. ورپسې پاکستانی شعیب ملک دی، ملک تر اوسه ۶۳۴ شپږیزې وهلي دي. په دریم لمبر کې افغانی نبي عیسي خېل دی. عیسي خیل بیا ۵۱۸ شپږیزې وهلي دي. څلورم لمبر هم کې افغان لوبغاړی نجیب الله ځدران دی. ځدران بیا ۴۹۳ شپږیزې وهلي دي او پنځم مقام بیا د هندوستان پخوانی لوبډلمشر ایم ایس ډوني له ځان سره لري. ده له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۴۸۸ شپږیزې وهلي دي.