المان؛ له افغانستان سره تر ۲۰۲۳ کال پورې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

المان؛ له افغانستان سره تر ۲۰۲۳ کال پورې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1265

د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، کابل کې د المان د قانون ملاتړې نړیوالې ادارې له افغان حکومت سره عدالت ته د لاسرسي، امنیتي او عدلیې اړوندو نهادونو سره د ۴،۵ مېلیونو یورو تازه مرستو تړون لاسلیک کړی.

د وزارت د مالوماتو پر بنسټ، کابل کې د المان قانون ملاتړې نړیوالې ادارې مشر برنډ مسیر اشمت وایي، «پرېکړه پر دې ده، چې الماني پوځ له افغانستانه ووځي. زموږ مرستې به په ملکي او د بشري حقونو برخو کې له افغانانو سره دوام لري.» 

د سرچینې په خبره، دغه مرستې به عدالت ته د لاسرسي، ښاري حقونو پراختیا او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو، عدلیې نهادونو او پولیسو سره د مرستې برخو کې ولګول شي. 

په عین حال کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي په حکومت کې د ستونزو او قانون ماتونې خبره کړې او په وینا یې له دې وروسته به د قانون ناقضینو پر وړاندې عملي ګامونه اوچت کړي.

له افغانستان سره د المان هېواد یاده مرسته داسې مهال ترسره کېږي، چې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالی ډیر زیات دی. 

یاد سازمان په یوه بیان کې زیاته کړې، د ښځو ونډه د دولت په ټولو خواوو کې محدوده ده او د یونیسف موندنو پر بنسټ ۲،۲ مېلیونه نجونې تراوسه هم له زده کړو محرومې دي.