امریکا: پر افغان سوله او بېلو نورو برخو کې خپل ملاتړ او همکاري کوو.

امریکا: پر افغان سوله او بېلو نورو برخو کې خپل ملاتړ او همکاري کوو.


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1546

د امریکا د متحده ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جک سیلوان ویلي، چې هېواد یې پر افغان سولې پروسې او بېلابېلو نورو برخو کې خپلې همکارۍ او ملاتړ کوي. 

ښاغلي جک سلیوان دغه څرګندونې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په یوه تازه ټلیفوني مکالمه کې وکړې. 

د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې اعلامیه وایي، چې ښاغلي ډاکټر حمدالله محب له خپل امریکایي سیال جک سلیوان سره  ټلیفوني خبرې کړې دي. 

یاد دفتر وایي، په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د تروریزم د مخنیوي او امنیت په برخه کې د همکاریو پر دوام بحث کړی دی.

سرچینې همداراز د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي جک سلیوان له قوله لیکلي، چې له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد پر همکاريو ټینګار کوي.

امریکایي چارواکو تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی. 

امریکا له افغانستان سره وروسته له هغه په خپلو مرستو او همکاریو ټینګار کوي، چې ولسمشر جوبایډن د خپلو امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ د روان کال د می میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل کړې ده او ښایي دغه بهیر د ډسمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړ شي.