د پاکستان د ای ایس ای نوی پلان څه شی دی؟

د پاکستان د ای ایس ای نوی پلان څه شی دی؟


  • 3 کاله دمخه (27/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1624

د پاکستان د ای ایس ای نوی پلان؛ افغانستان کې دې د جګړې خلاف خلک  ووژل شي!

وروسته له هغې، چې امریکا ته پاکستان په خپله سیمه کې د اډو جوړولو او د خپلې خاورې د استعمال اجازه ورکړه، نو افغانستان کې یې د طالبانو خپل منځي اختلافاتو ته لاره هواره او د طالبانو د جګړې پر وړاندې یې د یادې ډلې د پلویانو کرکه هم را وپاروله.

طالبانو شل کاله د پاکستان په خوله افغانستان کې په دې موخه جګړه وکړه چې دلته امریکایان میشت دي او په اسلامي خاوره کې د کفارو د اشغال پر وړاندې د دوی جهاد روا دی؛ خو اوس چې د پاکستان حکومت امریکا ته رسمي اډې ورکړې نو د طالبانو  شل کلنه جګړه په ریښتیني ډول افغان وژنه ثابته شوه.

د پاکستان له لوري د یاد اقدام له ترسره کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر فعالینو طالبان و ننګول، چې که ریښتیا هم مجاهدین وي نو اوس جهاد د پاکستان خاورې ته لاړ او طالبان دې نور په پاکستان کې جهاد وکړي؛ نو د یاد هېواد څارګرې ادارې یا( I .S .I) په همدې موخه تېره ورځ یوه ځانګړې غونډه کړې، چې په کې افغانستان کې د هغو علماوو، ځوانانو او مدني فعالانو د وژلو پلان جوړ شوی، چې طالبان د پاکستان خلاف جهاد ته لمسوي.

یادې ادارې په خپلې دې ځانګړې ناستې کې ویلي، چې افغانستان کې به یې له دې وروسته هغه علماء، ځوانان، مدني فعالان او قومي مشران هدف وي، کوم چې یاد هېواد کې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو او افغان حکومت جګړې ته خپل منځي جګړه وایي او ناروا یې بولي.

ای ایس ای د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر" قبله ایاز" هم ورغوښتی او ورته ویلي یې دي، چې نور باید پاکستاني علماء د دوی له خوښې پرته خطبې ونه وایي او همدا راز د جمعې د ورځې د هر بیان اجنډا به ای ایس ای ورکوي.

سمسور نیوز ته د رسېدلو اسنادو له مخې په یادو اجنډاو کې د افغانستان خلاف کرکه خورول، په افغانستان کې د اوسني نظام پر ضد تبلیغات، د افغانستان د اردو پر وړاندې د جهاد اعلان او همدا راز له امریکا سره د پاکستان دې دوستي ته شرعي نصوص لټول شامل دي.

په همدې موخه تېره ورځ د پاکستان اسلامي کونسل مشر اعلان وکړ، چې د جمعې ورځې خطبې به د ای ایس ای له خوښې پرته نه ویل کیږي او که هر چا سرغړونه وکړه؛ نو جزا به یې مرګ وي، تر څو امریکا ته د پاکستان د اډو په ورکړې سره کوم ریښتینی مولا امریکا ته لفظي مزاحمت ونه کړي.

سمسور نیوز