ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی باب یادوي او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې جګړه دې شاته پرېږدي او پر ځای دې یې په روغې جوړې تمرکز وکړي، نه د افغانانو پر وینې تویونې.
نوموړي ویلي دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هېڅ راز اندېښنه نهلري.
ولسمشر غني، چې په ارګ کې یې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو لسګونو پروژو پرانېستې مراسمو کې ګډون او وینا کوله وویل، حکومت یې ټوله هڅه کوي چې طالبان ابادي او وطني مینې ته وهڅوي.
هغه همدې مسئلې ته په اشارې وویل، جمهوریت یوه لویه دایره، خو طالبان یوه وړه حلقه ده. دوی غواړي موږ ووژني، خو موږ غواړو چې په غېږ کې یې ونیسو او دوی راولو چې دا وطن ومني او د ابادۍ په فکر کې شي.
هغه زیاته کړه، د ده په ګډون سیمه او نړۍ افغانستان ته د هیلو او نوي فرصت په سترګه ګوري، هغه فرصت چې د ده په وینا یوازې فساد او د افغانانو بې اتفاقي یې پر وړاندې خنډ کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ښکاره له یوې اوږدې مودې راهیسې دوحه کې د طالبانو او افغان دولت پلاوو ترمنځ منظمې غونډې نه دی شوي.
خو د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ویلي، تمه لري چې ډېر ژر د دواړو لورو تر منځ خبرې پیل شي او په همدې موخه د دولت مذاکراتي پلاوی راتلونکې اوونۍ له کابله دوحې ته ځي.