استین: د امریکايي پوځ د وتلو بهیر ښايي تر وخت مخکې بشپړ شي.

استین: د امریکايي پوځ د وتلو بهیر ښايي تر وخت مخکې بشپړ شي.


  • 3 کاله دمخه (28/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1035

د امریکا دفاع وزیر لوییډ استین وايي، ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

د اسوشیټیدپرېس خبري آژانس د راپور پر بنسټ، اسټین دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي. 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، په پام کې ده چې ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه ووځي؛ خو د امریکا پوځي چارواکو ویلي، چې د ځواکونو د ایستلو بهیر یې ډېر چټک دی او ښايي ټول پوځیان د جولای تر نیمايي پورې له افغانستانه وباسي.

اسټین د کانګرېس د استازو جرګې د تدارکاتو فرعي کمېټې ته ویلي، چې وزارت یې ۷۱۵ میلیارد ډالره بودجه وړاندیز کړې او په دې پیسو کې له افغانستانه د تروریستي ډلو له لوري پر امریکا د بیا حملې د مخنیوي لپاره د پوځ د وړتیاوو له لوړولو سره مرسته هم شامله ده.

امریکايي قوماندانانو ویلي، دوی به وروسته له دې، چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي د القاعده او داعش خطرونه له بهره وڅاري.

له بلې خوا د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي ویلي، له افغانستان د ټولو ځواکونو تر وتلو مخکې د هغو افغانانو د اېستلو پلان پر "چټکول" کار کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.