د ملي امنيت سلاکار د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره وکتل.

د ملي امنيت سلاکار د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره وکتل.


  • 3 کاله دمخه (01/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1009

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وایي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال ژل ميشو سره کتلي دي. 

د ملي امنيت سلاکار ښاغلي ميشو ته ډاډ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت خونديتوب د دولت لومړيتوب دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وويل، په افغانستان کې خپل حضور او کارونو ته په دوام ورکولو غواړي، چې قوي پيغام وړاندې کړي.

حمدالله محب داسې مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژل میشو سره ویني، چې ګاونډی هېواد پاکستان وایي، افغان جګړه باید له سیاسي لارو ختمه کړل شي. 

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. 

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. 

منصور احمد خان ویلي، افغان جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده چې پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي. 

په دې لیدنه کې حنیف اتمر ویلي، چې افغان سوله د ټولې سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره مهمه ده له همدې امله پاکستان ته په کار ده چې له دې بهیر سره صادقانه او عملي همکاري ډېره کړي.