تېر ماښام؛ کابل کې دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ژوبل کړل.

تېر ماښام؛ کابل کې دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ژوبل کړل.


  • 3 کاله دمخه (02/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1116

په پلازمېنه کابل ولایت کې د تېر ماښام دوو پرله پسې چاودنو له‌کبله شاوخوا ۲۵ کسان مړه او ژوبل شوي دي.

دا دوه غبرګې پر له پسې چاودنې تېر ماښام د کابل ښار درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې.

لومړۍ چاودنه پر یوه کاسټر ډوله مسافر وړنکي موتر وشوه، چې ورسره هممهاله بله دویمه چاودنه بیا پر یوه کرولا ډوله موټر رامنځته شوې ده.

د ‏کابل پولیس وايي، د کابل ښار د درېيمې ناحيې په لومړنۍ چاودنه کې چې پر یوه کاسټر موټر وشوه، شپږ تنو ملکي وګړو خپل ژوند بايللی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې غبرګو چاودنو له کبله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شوی او همداراز تر ۱۵ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

تر دا مهاله د دغه پېښو مسؤولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

خو په عین حال کې د یو بل خبر له‌مخې، چې د کابل شمال لورته د برېښنا یوه پایه په بمونو الوځول شوې. 

د ‏برېښنا شرکت خبر ورکوي، چې د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند شینوار سیمه کې د واداتي برېښنا یوې پایې په بمونو د الوځول کېدو له‌کبله د کابل په ګډون د یو شمېر ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.