له افغانستانه په تېرو ۴ کلونو کې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات شوي.

له افغانستانه په تېرو ۴ کلونو کې ۲۱ زره مټریک ټنه صادرات شوي.


  • 3 کاله دمخه (02/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1234

د حکومت د رسنیو مرکز وايي، څه باندې ۲۱ زره مټریک ټنه محصولات، د هوایي دهلېزونو له لارې، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته، صادر شوي دي، چې په‌کې چین، هندوستان، متحده عربي اماراتو، ترکیه، اروپا او يو شمېر نور هېوادونو شامل دي.

د دې مرکز له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې دا صادرات د ۱۸۰۰ هوايي پروازونو له لارې شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ په دې صادراتو کې وچه او تازه میوه، زعفران، اینجه، افغاني غالۍ او چلغوزي شامل وو.

په دې راپور کې راغلي چې یوازې په تېره مې میلادي میاشت کې د هوايي دهلېزونو له لارې بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۲ عشاریه ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د حکومت د رسنیو د دې راپور پر بنسټ د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې چې افغان حکومت د افغان تولیداتو د صادراتو لپاره هوايي دهلېزونه جوړ کړي دا هېواد يې په اقتصادي لحاظ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلولی دی.

په راپور کې راغلي، که څه هم په وروستیو کې کرونا ویروس د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي، خو د ۲۰۲۰ میلادي کال پرتله د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستۍ میاشتې د افغانستان محصولاتو ۲۸ سلنه وده کړې ده.

دغه راپور وايي چې د هوايي دهلیزونو پیاوړي کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د حکومت رهبري هڅه کوي چې دې برخه کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل او د افغانستان د اقتصادي ودې په هدف دوی ته لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.