د پنجشېر د والي ویاند وایي، د کورونا وېروس د چټک خپرېدو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده او له ځايي خلکو یې هم غوښتي، چې راتلونکو ورځوکې له غونډو او تګ راتګ ډډه وکړي.
دعامې روغتیا وزارت څو ورځې وړاندې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د پنجشېر په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او پوهنتونونه د دوو اونیو لپاره وتړل.
باید یاده شي، چې پنجشېر ولایت په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو امن ولایت پاتې شوې، نو ځکه ځینې کورنۍ له امنیتي اندېښنو پرته دغه ولایت ته د چکر لپاره ځي.