د شهيد ډاکټر اياز نيازي لومړی تلين

د شهيد ډاکټر اياز نيازي لومړی تلين


  • 3 کاله دمخه (03/06/2021)
  • نجيب ننګيال
  • 1866

نن د شهيد ډاکټر اياز نيازي لومړی تلين و. په شهادت یې هغه وخت هم سخت خپه شوی وم. روښانه ديني عالم و. خدای دې یې مرتبې بلندې کړي. د ډاکټر صاحب عبدالله او زاخېلوال صاحب په شمول بيخي ډېر چارواکي یې تلين ته ورغلي و. کور یې ودان. 

خو يوه شي مې په سترګو کې اوښکې ډنډ کړې. ژوند بې انصافه دی. انسانان بې انصافه دي. ډېر کله تر خلوص، تعهد او صداقته ډېر نور شيان مهم وي. هغه ډېر په پام کې نيول کېږي. زه نه وايم چې څوک ښه و، څوک بد و. خو نن مې شهيد مولوي ريحان را ياد شو. هغه سربکف، بې ريا، ملنګ، زړه سواندې، له درده ډک، خاکي سړی د همدې خاورې د دښمنانو له لوري په عين ډول شهيد کړای شو. په منبر شهيد شو او بدن یې ور ټوټه ټوټه کړ. کابو دوه کاله وشو. هيچا د هغه تلين و نه لمانځه. هيڅ ديني بنسټ، هيڅ جمعيت او ګوند، هيڅ دولتي‌ چارواکي بيا هغه په دې خاوره عاشق ملا ياد نکړ. هغه له دربارونو سره اړيکه نلرله. د کوم ګوند غړی نه و او سياسي ملا نه و. د دې ملت د ماشومانو، پېغلو، هلکانو، مېرمنو او سپين ږيرو ملا و. چې په شمشاد به ورته غږېده. دين به یې ور ښوده. وطنپرستي به یې ورته ښوده. او همدا به یې ورته وېل چې د دې خاورې سپی په پاکستاني جنرال نه ورکوم. 

مولوي صاحب نيازی دې خدای وبښي. خو زما ښه ياد شي. د سولې عالي شورا د مکررو غوښتنو سره سره یې د دې جګړې د خاتمې په لاره کې له مونږ سره نه د اندونيزيا، نه د مکې او نه هم د کابل د ديني عالمانو په غونډه کې ګډون وکړ. هغه کنفرانسونه دولتي نه و. بلکې د ټولې نړۍ جيد علماء ورته بلل شوي و. برعکس مولوي ريحان او يو شمېر نورو ديني عالمانو به په کوچني دعوت هر هغه مجلس کې ګډون کاوه چې د دې خلکو د وينې بهېدو په مخنيوي کې یې کومک کولی شوای. هغه په ډېره مېړانه دا جګړه ناروا، پاکستانی تېری او تجاوز باله. د عسکرو ننګه به یې په وياړ کوله او دا نظام یې قلبا او ايمانا حمايه کولو. نن هغه ګمنامه دی. ورک دی. څوک یې نه یادوي. د سرکار مجبوريتونه خپل دي. تمايلات یې رياکارانه دي. خو هغه هيڅوک زمونږ له زړونو نشي وېستلی. هغه د دې فقير ملت داتا و چې سهار ماښام به یې په دسترخوان ورسره کېناست او د خپلو خلکو بدې ورځې سخت ځوراوه. هغه خپل مرګ ليد، خو زمونږ د مرګ په وړاندې درېدلی و.

د وطنپرستانو تلينونه به د سرکار په دربارونو کې نه، د خلکو په زړونو کې لمانځل کېږي. خدای دې پرې مهربانه شي. د دې وطن له خاورې جوړ قبر یې جنت شه. اروا یې ارامه. ياد یې تلپاتی. لار یې روښانه.