فیسبوک شبکه: د ډونلډ ټرمپ حسابونه یې د ۲ کلونو لپاره وتړل

فیسبوک شبکه: د ډونلډ ټرمپ حسابونه یې د ۲ کلونو لپاره وتړل


  • 3 کاله دمخه (05/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1299

 فیسبوک شبکې اعلان کړی، چې فسبوک او اینسټاګرام کې یې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونلډ ترمپ حسابونه د دوو کلونو لپاره تړلي دي. فیسبوک شبکې ویلي، چې دنوموړي کړنې جدآ زموږ له اصولو سره ټکر کې وې، نو ځکه یې ورته حسابونه په یاده شبکه کې وتړل.

دفیسبوک شبکې ویلي، چې نور سیاستوال پر دې خواله رسنۍ له نافذو مقرراتو مستثنا نه دي او یاد شرکت زیاته کړې، چې سیاستوال نور د سپکوونکو او غولوونکو څرګندونو له کبله سیاسي خوندیتوب نه لري.

دټرمپ حسابونه په تېره جنورۍ میاشت کې وروسته له هغې وتړل شول، چې پلویانو یې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ ورننوتل.

د فیسبوک د نړیوالو چارو مرستیال نیک کلېګ ویلي، چې پر ترمپ لګېدلی دوه کلن بندیز له تېرې جنورۍ حسابېږي او دیاد دوه کلن بندیز په پای کې که معلومه شي، چې د ټرمپ لخوا عمومي امنیت ته خطر لا پر ځای دی، نو بندیزونه به د یوې بلې مشخصې مودې لپاره وغځول شي او تر هغې وروسته به بیا ارزونه کېږي.

ډونلډ ترمپ یادې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او ویلې یې دي، چې د فیسبوک دا پرېکړې هغو میلیونونو امریکایانو ته سپکاوی دی، چې ده ته یې د تېر کال په ټاکنو کې رایه ورکړې ده.

دفیسبوک شبکې اعلان کړی، که هره مشهوره څېره دیادې شبکې دمقرراتو خلاف څرګندونې او تاوتریخوالي ته لمن ووهي، نو دیادې شبکې له لوري به له یوې میاشتې نیولې تر دوو کلونو بندیز سره مخامخ شي.

باید یاده شي، دغه نوې پالیسي د فیسبوک د پخوانۍ تګلارې ځای نیسي او پخوانۍ تګلارې د دې لپاره د مطرح څېرو مطالبو ته د خپرېدو اجازه ورکوله چې خبري ارزښت لري.