د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح وایي، چې د وزارت د کنفرانسونو یو تالار یې د ښه خدمتونو د ترسره کولو په پار دیاد وزارت د پالیسۍ او پلان د پخواني معین ډاکټر بشیر نورمل په نوم ونوماوؤ.
دیاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ډاکتر بشیر نورمل د خپل عمر نږدې څلور لسیزې د افغانستان روغتیا سکتور کې په صادقانه او ژمن ډول سره خدمت وکړ او له خپل ځانه یې ښې کاري لاسته راوړنې پرځای پرېښودې.
باید یاده شي، چې نن د عامې روغتیا په وزارت کې د ډاکتر بشیر نورمل ماموریت پای ته ورسېد او د روغتیا په برخه کې د ولسمشر د ستر سلاکار په توګه دنده پیل کړه.