دوحه کې د ملګرو ملتونو پلاوي د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره لیدلي دي.

دوحه کې د ملګرو ملتونو پلاوي د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره لیدلي دي.


  • 3 کاله دمخه (06/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1278

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د یوناما مشرې دیبورا لاینز د طالبانو او افغان حکومت له پلاوي سره کتلي دي.

دغه لیدنه د قطر په مرکز دوحه کې ترسره شوې او د تاوتریخوالي په کمولو خبرې اترې شوي دي.

لاینز په دغو خبرو کې ویلي، چې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوي؛ نو د تاوتریخوالي کمول تر هر څه ډېر مهم دي.

لاینز همدا راز له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په ماموریت او د کار کوونکو په خوندیتوب خبرې کړي دي او ډاډ یې ترلاسه کړی، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي او په ډاډه توګه به اړمنو افغانانو ته مرستې رسوي.