د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملي شورا له غړو سره د ناستې پر مهال ویلي، چې نړیوال ټولنه له افغان حکومت او افغان سولې سره بشپړه همکاري کوي او په خبره په دغې برخه له نړیوالو هېوادونو سره نوی باب پرانیستل شوی دی.
صالح ويلي، د سولې لپاره د نړیوالو همکاري زیاته شوې او دا فرصت یې رامنځته کړی دی، چې په هیڅ صورت به ضایع نه کړل شي.
ده افغان ځواکونه پیاوړي بللي او ویلي دي، چې د وسلوالو پر وړاندې د هېواد دفاع ته تیار دي او هر ډول مقاومت ورسره کولای شي.
امرالله صالح تمه ښودلې چې روانه جګړه به ختمه شي او د سولې خبرې به یوې پایلې ته ورسیږي.