له ۲۰۱۷ کال راهیسې، شل اوریزو لوبو کې د منډو د پوره کولو (چایسنګ) فیصدي د چا زیاته ده؟

له ۲۰۱۷ کال راهیسې، شل اوریزو لوبو کې د منډو د پوره کولو (چایسنګ) فیصدي د چا زیاته ده؟


  • 3 کاله دمخه (06/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1333

له ۲۰۱۷ کال راهیسې هندوستان د منډو په پوره کولو(چایسینګ) کې تر ټولو زیاته فیصدي لري.

هندوستان د ۸۱.۴۸ نومرو په درلودو دغه ریکارډ قایم کړی دی. ورپسې پاکستانۍ لوبډله ده، دغه لوبډله د منډو د پوره کولو ۷۵ فیصدي لري.

په همدې ترتیب اسټرالیا د ۵۹.۲۶ فیصدۍ په درلودو دریم، انګلستان د ۵۷.۴۰ فیصدۍ په درلودو څلورم، ویسټ انډیز د ۳۹.۲۹ فیصدۍ په درلودو پنځم، نیوزیلینډ د ۳۹.۱۳ فیصدۍ په درلودو شپږم، سریلانکا د ۳۸.۸ فیصدۍ په درلودو اووم، ایرلینډ د ۳۵.۷۱ فیصدۍ په درلودو اتم او بنګلادیش د ۳۰ فیصدۍ په درلودو نهم ځای خپل کړی دی.

باید یاده شي، چې په یاده کټګورۍ کې د افغان لوبډلې نوم نشته.