دملي دفاع وزارت وایي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوزجان ولایت قوش تېپې ولسوالۍ جرِقُدوق او فیض اباد ولسوالۍ کوکلداش سیمو کې طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې ۱۲ تنه وژل شوي.
دیاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو بریدونو کې دطالبانو ۲ موټر او ۸ موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي.
باید وویل شي، چې پر طالبانو په داسې مهال دافغان ځواکونو له لوري هوایي او ځمکني بریدونه زیات شوي، چې یاده ډله په ځینو ولایتونو کې د ولسوالیو نیولو هڅه کوي.