د لغمان ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې د قرغیو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام ۵ ټولګټې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند کوز کمالپور ۱۶۱ متره کانال ، نواباد قلعه ټک ۷۰ متره محافظوي دیوال ، زعفران سیمې ۶۰۰ متره کانالونه ، لمټي د سیمې د څښاک د پاکواوبو دوه حلقي څاګانې کوزکمالپور د پاکو اوبو یوحلقه څاه چې د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا په یو میلونه ۹ لکه ۵۸ زره ۹ سوه ۱۵ افغانیو په مالي لګښت چې لس سلنه ونډه د سیمو د اوسیدونکو وه په پاخه او اساسې ډول جوړې شوي دي.
ددغه ډول پروژو له تطبیق وروسته به سلګونه جریبه ځمکې خړوبه ، او سلګونه کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.