قبر سوری کړه حال مې ګوره

قبر سوری کړه حال مې ګوره


  • 3 کاله دمخه (06/06/2021)
  • عبدالمالک هوتک
  • 1747

لویه دښته وه ، ګڼ شمېر قبرونه تر سترګو کېدل دیو زړو قبر سر ته کېناستم اوهلته مې ولاړې ونې ته ډډه و ووهله .

له اوږده مزل کولو څخه ورسته ستړی شوی وم .د تندې احساس مې کولو هر لوري ته مې وکتل خو داسې څه په نظر رانغله چې ما ته یې خوښي را کړې وه .

هر لوري ته قبرونه ول ، اوپه ټوله کې بیا په قبرونو مختلفې جنډې ولاړې وې .

يو قبر ته نږدې شوم چې یو سپین بیرغ چې کلیمه پرې لیکل شوې وه نري او ملایمه باد رپوه او پر شناختې يې ليکلي ؤ شهيد قمندان لونګ تر څنګ بل خړ قبر ته مې پام شو په ځیر مې ور وکتل درې رنګه بیرغ چې مهراب هم پکې شامل وو د شناخت په سپينه تخته یې لیکلي و شهيد قمندان تور یالی همت .

د دواړو قبرونو په منځ کې په داسې حال ولاړ وم چې د دواړو تر منځ قضاوت وکړم خو له بده مر غه چې دې فکر کولو ته پاتې نه شوم .

مخامخ لوري ته مې پام شو چې يو څوک د هدیرې پر لوري راروانه ده ، ځان يې پر شنه چادري کې نغاړلې وه ، هدیرې ته د داخلېدو سره سم د يوه قبر سرته ودرېده .

د قبر سرته ولاړه جنډه چې څو رنګه ټوټې پکې ټومبل شوې وې ښکل يې کړې .

اوبیا يې تر څنګ کېناسته کړېکې اوستا ینې یې پيل کړې .

ځوی جانه په ډېری خوارۍ مې لوی کړی وې ، ما ستا لپاره خپلې تورې کمڅۍ سپنې کړې ، د کلي د خانانو کاسې او دېګونه مې و وینځل او همدا چې ته رالوی شوی تا راسره څه وکړل ! کوم اميدو نه او هیلې مې چې ستا لپاره زړه کې راټوکې دلې وې ټولې دې له خورو سره خاورې کړې او اندا چې دا اوږ سفر دې دومره په بې صبرۍ سره پیل کړ چې له ما سره دې هم خدای پاماني ونکړه .

هو! بالکل د خپل پلار پشان دې وې ، هغه هم يوازې پرېښې وم اوتا هم . اوږده ساه یې واخسته ډېر په عاجزۍ يې و ویل : اوف خدایه دا خو مې خپل زوی و چې هر رنګې وه د ځوانۍ تر مرحلې مې را ورسه وه .

اې! زما ربه اوس د دې له اولادونو سره څه وکړم ؟.

اوس خو مې په بدن کې دومره انرژي هم نه ده پاتې چې پردي کالي وګنډم ، پردي لوخي و وينځم او....

تېزو سلګو ونېوله ژړا ورته د خبرو کولو اجازه نه ورکوله زړه یې راټول کړ او شنه اسمان ته يې نظر وا چه ؤ . ګریوان یې په خپلو لاسو کې ونیوه په درد ناک او بنګېدونکي اواز يې و ویل:اې زما ربه دا دې په کوم امتحان کې ايساره یم .

لومړی مې خاوند او اوس مې ځوان زلمی زوی اف اف خدایه . ای د کيناتو څښتنه زه دې ولې د غمونو پر جهان يوازې پرې خو دم .ما هم له هغو سره ملګرې کړه کنه ملګرې کړه کنه ملګرې...

له اوږده ځنډ څخه ورسته يې خپلې رڼې ستر ګې د پورته اسمان په لورې ونیولې زیاته يې کړه ای د جهانونو مالکه نور يې نشم زغملی چا چې زه کونډه کړې او چا چې زه بوره کړې یم ته خو عادل ذات يې ته یې د خپلې کورنۍ په ویر اخته کړې .

سر يې پر شناختي کېښود ، څو لهظې یې په زوره زوره وژړل له ستر ګو څخه يې اوښکې د قبر په پستې خاورې پرې وتې د اوښکو له تو يې دو څخه ورسته بیا له قبره داسې خوش بویې راپورته شوه

چې ما هېڅ کله نه وه هېڅ کړې، په لومړي سر کې مې داسې وانګېرله ما ويل چې ګوندې لونګ يې پرې و پاشل خو دا څې نه وه؛ هغه د مور د زړه له باغ څخه د کشمالو پرخه وه چې پر قبر وڅڅېده .

هغه ساحه چې په اوښکو لمده شوې وه د شنې کبلې څو بوټې يې پرې و ټومبل په ډېرې سختۍ او خوارۍ ودرېده اوځان یې په شنه چادري کې راټول کړ په ژړا غوني غږ يې و ویل: زوی جانه وس مې نشته کنې دا کار مې حتمې کوه ، ځکه چې زه ستا غږ اورم چې وایې:

 (قبر سوری کړه حال کې ګوره  

،په خومارو ستر ګو مې پرې وتل ګر دونه)

 د ورستي ځل لپاره یې شناختی داسې ښکل کړ چې ته به وایې چې کوم کوچنی ماشوم يې غېږه کې نېولی او په دواړه مخه يې ښکله وي .

زه د هماغو قبرونو په منځ کې ولاړ وم چې هغې خپل لاسونه هماغه قبرته د خدای پامانۍ لپاره خوځول او پر ماتو ماتو قدمونو له هدېرې څخه روانه شوه .

پای