غريبان نه يو؛ خو بد مرغې جګړې مو اولادونه له لوږې سره مخ کړي

غريبان نه يو؛ خو بد مرغې جګړې مو اولادونه له لوږې سره مخ کړي


  • 3 کاله دمخه (07/06/2021)
  • خلیل خان ستانکزی
  • 1941

د ننګرهار شينوارو څخه د ورستيو جګړو له امله راکډه شوي خلک وايې غريبان  نه دي؛ خو د بد مرغې جګړې له امله مو اوس اولادونه له لوږې سره مخ دي.

دغه کډوالو له سمسور نيوز سره په خبرو کې وويل؛ جګړې ترې له غلو، دانو ډک کورونه پاتې کړي او دوى له يو جوړ جامو سره خپل سرونه سلامت امن سيمو ته راوېستلي، چې دلته اوس په کرايه کورونو او ورانو کنډوالو کې د ژوند سختې تېروي.

دوى له دولت او مرستندويه ادارو څخه په دې هم خوابدي دي، چې ولې یې تر اوسه د دوى لاسنيوى نه دى کړى.

وروسته له هغې چې طالبانو له امريکا سره د سولې هوکړه لاسليک کړه، دغې ډلې د افغان پوځ په خلاف جګړې ته شدت ورکړ، چې اوس د طالبانو له خوا د پوستو نيول او د افغان پوځ له خوا د طالبانو زندانونه ماتول يو معمول خبر ګرځېدلى.

بل خوا سياسي شنونکي او افغان چارواکي په دې باور دي، چې د طالبانو له خوا د جګړې شدت د سولې  په خبرو کې د ډېر امتياز اخيستلو لپاره دى، برعکس طالبا بيا حکومت د سولې په خبرو کې په خنډ اچولو او د جګړې په دوام تورنوي.