د انګلستان او نیوزیلینډ تر منځ ټیسټ لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده

د انګلستان او نیوزیلینډ تر منځ ټیسټ لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده


  • 3 کاله دمخه (07/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1288

په دغې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د نیوزیلینډ لوبډلې وکړه. یادې لوبډلې ۳۷۸ منډې جوړې کړې او خپل ټول لوبغاړي یې د لاسه ورکړل. د نیوزیلینډ لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې تر ټولو زیاتې منډې ډیوون کانوای ۲۰۰ جوړې کړې. د انګلینډ لپاره بیا په توپ اچونه کې روبینسن ۴ لوبغاړي وسوځول. انګلیڼډ لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ کې بیا ۲۷۵ منډې جوړې کړې او خپله ټوله لوبډله یې دلاسه ورکړه. د انګلستان لپاره بیا تر ټولو زیاتې منډې روري برنس ۱۳۲ جوړې کړې او وسوزید. د نیوزیلینډ په توپ اچوونکو کې ټیم سوتي ۶ لوبغاړي وسوځول. نیوزیلینډ خپله دوهمه پاڼې کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې، چې په دې سره هدف د انګلستان لپاره ۲۷۳ منډې وټاکل شو. انګلینډ لوبډلې د هدف د پوره کولو لپاره میدان ته راښکته شوه؛ خو وخت پوره شو او لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده. انګلینډ لوبډلې په خپله دوهمه پاڼۍ کې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او خپل درې لوبغاړي یې د لاسه ورکړل.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نیوزیلینډي ډیوون کانوای ته ورکول شوه، چې ۲۰۰ منډې یې جوړې کړې وې.

باید یاده شي، چې د جون په ۱۸ نېټه نیوزیلینډ له هندوستان سره د ټېسټ لوبو فاینل لوبه پیلوي.