د ولسي جرګې ګڼو غړو د ننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په ځینو ولایتونو کې غیر مسووله وسلوالو ته وسلې ورکول شوي دي.
د ولسي جرګې وکیلانو ویلي، وسلې په هغه چا ویشل کېږي، چې په چور، غلا، قتل او نورو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لري.
وکیلانو پر حکومت غږ کړی، چې د غیر مسووله وسلوالو مخنیوی دې وکړي.
دوی زیاته کړې که چېرته دا لړۍ همداسې روانه وي؛ نو د حکومت او ولس تر منځ به واټن رامنځته شي او هر څوک به د خپل ځان د ساتنې لپاره لاس په کار شي.