دعامې روغتیا وزارت: په هېواد کې دکرونا واکسین دتطبیق بهبر ځنډېدلی

دعامې روغتیا وزارت: په هېواد کې دکرونا واکسین دتطبیق بهبر ځنډېدلی


  • 3 کاله دمخه (07/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1243

دعامې روغتیا وزارت ویلي، چې هېواد کې دکرونا واکسین دلومړي او دوهم دوز تطبیق بهیر ځنډېدلی، یاد وزارت نه دي ویلي، چې ولې یې یاد بهیر ځنډولی، خو دکرونا واکسین نشتون دیادې پرېکړې یو دلیل کېدای شي.

یاد وزارت ویلي، هغو کسانو ته چې لومړی دوز استرازنیکا ( کوویشیلد) تطبیق شوی وي، کولی شي 16 هفتې وروسته هم دوهم دوز تطبیق کړي.

روغتیا وزارت همداراز زیاته کړې، چې دلومړي او دوهم دوز واکسین ترمنځ فاصله دمعافیت دلمنځه تللو باعث نه ګرځي.

همداراز یاد وزارت ژمنه کړې، چې ژر به دیاد واکسین ترسره کېدو ته زمینه برابره او د تطبیق بهیر به بیا پیل شي.

باید یاده شي، چین کې افغان سفارت اعلان کړی، چې ۷۰۰ زره دوزه دکرونا واکسین به په درېیو ورځو کې افغانستان ته وارد شي.