د متحده عربي اماراتو په کوربتوب اي پي ایل کې چا ښه کارکرده ګي کړې ده؟

د متحده عربي اماراتو په کوربتوب اي پي ایل کې چا ښه کارکرده ګي کړې ده؟


  • 3 کاله دمخه (08/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1356

د کریک ټریکر وییپاڼې د معلوماتو له مخې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب  د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې د پنجاب لوبډلې لوبغاړي کیل راهول جوړې کړي دي. راهول په یاد هېواد کې ۷۸۸ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي. په یاد هېواد کې ای پي ایل سیالیو کې زیاتې شپږیزې سانجو سامسون ۳۲ وهلي دي. په یوه لوبه کې زیاتې منډې د کیل راهول ۱۳۲ دی. ایشن کېشن بیا په ۵۷ تر ټولو لوړ اوریج سره لوبه کړې ده. وارون چکراواټي په یوه لوبه کې د شل منډو په ورکړې د ۵ لوبغاړو سوځول متحده عربي اماراتو کې غوره توپ اچونه ده. رباډا اماراتو کې ۳۰ تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستي دي. زیاتې څلوریزې بیا شېکر دوان ۷۷ وهلي دي. جیګ سټرایک ریټ ۱۷۸ سره بیا هارډیک پنډیا توپ وهنه کړې ده. راشد خان بیا په ښه ایکانومۍ ۵.۳۸ سره توپ اچونه کړې ده او محمد شمي بیا ۱۸۹ زیات بالونه ډاټ کړي دي.