په شل اوریزو لوبو کې چټکه سلیزه چا وهلې؟ یو افغان هم په کې شته

په شل اوریزو لوبو کې چټکه سلیزه چا وهلې؟ یو افغان هم په کې شته


  • 3 کاله دمخه (08/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1443

په شل اوریزو لوبو کې چټکه سلیزه د سوت افریقا لوبډلې لوبغاړي ډیویډ مېلر وهلې ده او لومړی مقام یې ترلاسه کړی دی. مېلر په ۳۵ توپونو چټکې سل منډې پوره کړې دي. ورپسې هندی روهیت شرما دی، روهیت شرما هم په ۳۵ توپونو سلیزه جوړه کړې او په دوهم مقام دی. دریم ځای کې افغانی حضرت الله ځاځی دی، ځاځي په ۴۲ توپونو چټکه سلیزه وهلې ده. ورپسې د نیوزیلینډ لوبډلې لوبغاړی فلیپ دی. ده په ۴۶ توپونو سلیزه وهلې ده. پنځم ځای کې اسټرالیاوي ارون فینچ دی، فینچ په ۴۷ توپونو سلیزه جوړه کړې ده. له ده وروسته ویسټ انډیزی کریس ګېل دی، ګیل هم په ۴۷ توپونو سلیزه وهلې ده. په اووم مقام انګلینډی ډیویډ مېلن دی، مېلن بیا په ۴۸ توپونو سلیزه وهلې ده. له ډیویډ مېلن وروسته پاکستانی بابر اعظم دی، بابر اعظم په ۴۹ توپونو سليزه وهلې ده. نهم مقام کې بیا د سریلانکا پخوانی توپوهونکی دیلشن دی، ده په ۵۵ توپونو سلیزه جوړه کړې ده او لسم ځای کې بیا د بنګلادیش پیلیز توپوهونکی تمیم اقبال دی. تمیم بیا په ۶۰ توپونو سلیزه وهلې ده.