امریکا: که ایران هوکړې ته راستون هم شي، بندیزونه په خپل ځای دي

امریکا: که ایران هوکړې ته راستون هم شي، بندیزونه په خپل ځای دي


  • 3 کاله دمخه (09/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1148

امریکایي چارواکي وایي، که ایران اټومي هوکړې ته را وګرځي، بیا هم بندیزونه پر خپل ځای دي او په یاد هېواد به بندیزونه دوام پیداکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دیاد هېواد کانګریس ته په وینا کې څرګنده کړې، چې له ایران سره د اټومي هوکړې په حل کې جدي دي او پوره هڅه کوي، چې یاد هېواد له خپلو فعالیتونو را وګرځوي.

دانتوني بلېنکن په وینا، که په یو بل کال کې له ایران سره اټومي هوکړه حل نه شي، نو په سیمه کې به سترې ناندرۍ رامنځ ته شي. 

بلېنکن همداراز زیاته کړې، که ایران اټومي هوکړې ته را وګرځي، بیا هم بندیزونه دوام کوي، یاد بندیزونه تر هغه وخت دوام کوي، چې ایران په سیمه کې خپل چلند بدل کړی نه وي.

بلینکن زیاته کړې، چې په یادو بندیزونو کې به ډېری هغه وي، چې د ټرمپ ادارې پر ایران وضع کړي وو.

باید یاده شي، چې د اوباما د ادارې پرمهال دایران او پنځه جمع یو هېوادونو ترمنځ تړون رامنځه شو، خو دټرمپ په اداره کې امریکا یاد تړون لغوه کړ.