ملي دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۲۴   طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۲۴ طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 5 مياشتي دمخه (09/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 324

دملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي او همداراز دیادې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه، چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

باید یاده شي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد، ننګرهار، لغمان، مېدان وردګ، زابل، فراه، بادغیس، غور او هلمند ولایتونو کې اوښتې ده.