تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۲۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 5 ورځي دمخه (10/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 66

دملي دفاع وزارت وایي، چې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۱۱ طالبان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یادو بریدنو او نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې ۱۲ بېلابېل ډول ماینونه، چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد، مېدان وردګو، کندهار، اروزګان، زابل، بادغیس فاریاب، نیمروز، هلمند، تخار او بدخشان ولایتونو کې اوښتې ده.