خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکوروو سره کتلي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په عملي ګامونو، روانه جګړه او د تاوتریخوالي په کمولو یې خبرې اترې کړي دي.
ناټو له افغانستان سره ژمنه کړې، چې د امریکا د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته به امریکا د همکارۍ یوه نوي پړاو ته داخله شي.
ناټو له دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستې ژمنې کړې وې.