د سولې مذاکرات؛ امریکا له قطر سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د سولې مذاکرات؛ امریکا له قطر سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.


  • 3 کاله دمخه (10/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1308

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلملي خلیل‌زاد د ترهګرۍ او شخړو د حل په برخه کې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو خبرې اترې کړې دي.
د ځايي رسنیو د راپور له‌مخې، دغه خبرې تېره ورځ په پلازمېنه دوحه کې شوي، خو تر دې زیات جزئیات یې نه‌دي خپاره کړي.
د خلیلزاد او قحطاني له لیدلو وروسته القحطاني د طالبانو له پلاوي سره هم کتلي او د سولې په اړه یې خبرې ورسره  کړې دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله تویټر پاڼه لیکلي، پرون یې د مذاکراتي ټيم مشر عبد الحکیم حقاني او ور سره پلاوي د ستونزو په هواري کې د قطر بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق قحطاني او مل پلاوي سره وکتل او ورسره یې په بین الافغاني مذاکراتو او افغانستان کې د روان حالت په هکله بحث او خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي دوه ورځې وړاندې د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره ناسته وکړه او د مذاکراتو د چټکتیا او اجنډا پر سر یې خبرې وکړې.