فوټبال؛ افغانستان سبا له عمان سره مخامخ کېږي

فوټبال؛ افغانستان سبا له عمان سره مخامخ کېږي


  • 5 ورځي دمخه (10/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 16

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا جمع د قطر په کوربتوب له عمان لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه اسیا جام ته د لارموندنې په موخه په E ګروپ کې ترسره کېږي. په یاد ګروپ کې افغانستان له شپږو لوبو پنځه امتیازه ترلاسه کړي او عمان له شپږو لوبو ۱۲ امتیازه ترلاسه کړي دي.

افغانستان د ۵۶ اسیايي هېوادونو په منځ کې یو څلویښتم مقام لري او عمان لوبډله بیا په نهه ویشتم ځای کې قرار لري.