هېواد کې ټولې تعلیمي‌ادارې د دوو اونیو لپاره وتړل شوې.

هېواد کې ټولې تعلیمي‌ادارې د دوو اونیو لپاره وتړل شوې.


  • 3 کاله دمخه (11/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1389

روغتیا وزارت وایي، د هېواد په کچه یې ټولې تعلیمي ادارې د دوو اوونیو لپاره رخصت اعلان کړلې.

یاد وزارت ویلي، دا چاره یې په هېواد کې د کرونا ویروس د درېیمې او خطرناکې څپې د پراختیا مخنیوي لپاره تطبیق کړې ده.

د دغه وزارت د مالوماتو پر بنسټ، چې سر له سبا به د دوو اونیو لپاره ټولې دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې، سوناوې او وړکتونونه رخصت وي. 

سرچینې همداشان زیاته کړې او ویلي یې دي، چې د ودونو هوټلونه او کنفرانسونه به هم د دوو اونیو لپاره وتړل شي او په دې مسئله کې به له ښاروالیو څخه هم کومک وغواړي. 

باید وویل شي، همدې وزارت له خلکو څخه هم غوښتي، چې د کرونا ناروغۍ او د درېیمې څپې په مخنیوي کې همکاري وکړي، د ځان او ټولنې د وګړو ژوند دې وژغوري.

په داسې حال کې چې د هېواد په کچه د دغې ناروغۍ مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او شاوخوا زر تنه پرې اخته کېږې او لږ تر لږه د لسګونو تنو ژوند هم اخلي.