د کرونا درېیمه څپه؛ نن ټول هېواد کې بندیزونه وضع کېږي.

د کرونا درېیمه څپه؛ نن ټول هېواد کې بندیزونه وضع کېږي.


  • 3 کاله دمخه (12/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1376

روغتیا وزارت وایي، د کرونا وبا درېیمه څپه اوج ته رسېدلې او مثبتې پېښې یې مخ په ډېرېدو دي. 

دغه وزارت ویلي، د ټول هېواد په کچه یې ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل. 

وزارت همداشان ویلي، په ټول هېواد کې د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، حوزونه تړي او هغه رسټورانټونه چې سرپټو ځایونو کې دي، باید حد اقل لس مېلمانه یوه وخت کې ولري.

سرچینې زیاته کړې، عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي، چې عمر یې له ۵۵ کلونو زیات وي. 

د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي، څو د لمانځه پر مهال خپل منځي واټن مراعت کړي.

له ښاروالیو غوښتنه شوې، چې د بازارونو د نوبتي پرانیستو او دغه راز د فزیکي واټن امکانات دې برابر کړي.

دا بندیزونه داسې مهال لګول کېږي، چې هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۸۸ زره ۷۴۰ ته لوړ شوی، ۳ زره او ۴۴۹  کسان ترې مړه شوي او ۶۰ زره  او ۵۹۶ کسان ترې بېرته روغ شوي.