داسې یو لیکوال و چې د هېواد دتاریخ هره ډبره او هره تړه ورته معلومه وه، تر ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر یې د خپل وطن د تاریخ هر ه زړه پاڼه او هره زړه ودانۍ وپلټله ، پوره پنځوس کاله یې په دې کار کې ځان ستړی کړ، خو راتلونکي پښت ته یې د پنځه زره کلونو تاریخي اثار را برسېرن کړل. هم د لیک سړی و ، هم د مجلس ، هم د جرګې سړی و، هم د مرکې ، خبرې یې لکه د ګوړې په شان خوږې وې ، نثر یې خوږې شکرې وې، ډېر زغم یې درلود، هره خبره به یې په ټوکو اړوله ، د مقابل لوري ترخه خبره به یې د خواږه ځواب په پرده کې تاوه کړه، د ځینو نورو په شان یې د ورځیني سیاست او مقام په خاطر له ملګرو مخ نه اړوه، تر فکري پوخوالي او د پوهنتون تر استادۍ وروسته یې هر کال لږ تر لږه یو علمي او تاریخي اثر ټولنې ته وړاندې کړی، د ټولو اثارو شمېر یې تر (۳۰) عنوانو زیاتېږي. هېڅ باور نه کوم چې نور دې نو زموږ استاد ؛ پوهاند رسول باوري زموږ په منځ کې نه وي، د انځور صیب ، غریب صیب ، احمدزي صیب ، ډاکټر طارق رشاد ، امین جان باوري صیب او نورو ملګرو هغه مجلس به اوس څومره پیکه او بې خونده وي چې مشر باوري صیب په کې نه وي، استاده پر مخه دې ګلونه ! لوی رب ته دې د خپل ولس سلامونه وایه...