بابر اعظم له ۲۰۱۹ کال راهیسې شل اوریزو لوبو کې پاچاهي کوي

بابر اعظم له ۲۰۱۹ کال راهیسې شل اوریزو لوبو کې پاچاهي کوي


  • 3 کاله دمخه (12/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1269

د ایسفاین کریک انفو د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په شل اوریزو لوبو کې بابر اعظم تر ټولو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړي دي. بابر په ۲۶ اننګزونو کې ۱۰۰۴ منډې کړي، چې په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۱۲۲ او په دغو لوبو کې یې ۱۰ پنځوسیزې هم وهلي دي. دوهم ځای بیا هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي نیولی دی. ده بیا په ۲۴ اننګزونو کې ۹۹۲ منډې جوړې کړي دي، لوړې منډې یې ۹۴ او ۱۰ پنځوسیزې یې هم وهلي دي او دریم ځای کې بیا ایرلینډی پاول سټرلینګ دی، سټرلینګ په ۲۶ اننګزونو کې ۹۴۳ منډې کړي لوړې منډې یې ۹۵ او لس پنځوسیزې یې وهلي دي.