افغان چارواکي لغمان ولایت کې دوولس وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، تېره ورځ افغان هوايي ځواکونو د لغمان ولايت علينګار ولسوالۍ د چنچار پل او د عليشنګ ولسوالۍ د کهنه پال سيمو کې پر طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اووه تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور یې مرګوني ټپیان دي.
یاده قول اردو زیاتوي، په دغو عملیاتو کې همداراز د دغې ډلې يوميل دهشکه، يو شمېر سپکې وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.
د سرچینې په خبره، په دغه بريدونو کې نور چاته زيان نه دی اوښتی.
طالبانو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دغه ولایت کې سختې ماتې خوړلې ده او د ځایي چارواکو په وینا چې یاده ډله د مخامخ جګړې هېڅ توان نه لري.